سږکال به د کانکور له لارې ١٢٤٤٦٠ تنه په پوهنتونونو او تحصيلي موسسو کې جذب او ١١٠ زره تنه به ترې فارغ شي

دوشنبه ٢٦ مرغومی ١٣٩٠ ساعت ٢١:٠٩

د هيواد د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږکال کانکور ازموينې ته١٧٠ زره تنو نوم ليکنه کړې چې ٣٤٤٦٠ تنه به يې د عالي تحصيلاتو او ٩٠ زره تنه به يې په نيمه عالي تحصيلاتي موسسو کې جذب او د هيواد په کچه به له پوهنتونونو څخه ١١٠ زره تنه فارغ شي.
پورتنۍ څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت وياند پوهنمل عبدالعظيم نوربخش د بخدي خبري اژانس له خبريال الياس يورش سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
په تېرو لسو کلونو کې په هيواد کې لسګونه د لوړو زده کړو موسسې فعالې شوې چې سلګونه زره محصلين يې تر روزنې لاندې ونيول د محصلينو جذبونې پر مهال دغه پوهنتونونه داسې تبليغات کوي چې ژمنې يې کيږي خو پلي کيږي نه،د کانکور داو طلبان زياتيږي خو د زده کړې کيفيت راټيټيږي او يا هم ګڼ شمېر محصلين بې نتيجې پاتې کيږي چې د لوړو زده کړو وزارت يې له ننګونو سره مخ کړى دى
.
ښاغلى عبدالعظيم نوربخش! په دې وروستيو کې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په سيستم کې بدلون راوړى دغه بدلون څومره اغيزمن دى؟

تېرکال ١٢٠ زرو تنو په کانکور کې ګډون درلودلو چې له ٧٠٠٠٠ څخه زيات يې په تحصيلي موسسو کې جذب شول او تېر کال ١٠٠ زره تنه محصلين له تحصيلي موسسو څخه فارغ شوي وو،چې د روان تعليمي کال په پاى کې به له ١٢٥ پوهنځيو څخه په ٣٦٥ رشتو کې ١١٠ زره تنه فارغ شي. تېرکال ١٢٠ زرو تنو په کانکور کې ګډون درلودلو چې له ٧٠٠٠٠ څخه زيات يې په تحصيلي موسسو کې جذب شول او تېر کال ١٠٠ زره تنه محصلين له تحصيلي موسسو څخه فارغ شوي وو،چې د روان تعليمي کال په پاى کې به له ١٢٥ پوهنځيو څخه په ٣٦٥ رشتو کې ١١٠ زره تنه فارغ شي.

اوس مهال په هيواد کې ٢٦ تحصيلي موسسې د وزارت تر رهبرۍ لاندې فعاليت کوي چې ١٧ يې پوهنتونونه او پاتې يې د نيمه زده کړو موسسې دي.د نورو کلونو پرتله د کانکور سيستم تغير کړى دى او دا يو اساسي تغير دىوچې له نيکه مرغه افغان او هندي کارپوهانو په لار اچولى.تاسو په جريان کې ياستۍ چې ٤ کاله وړاندې د کانکور اخيستنې لارو چارو تغير وکړ او دغه پروسه يوه پرمختللې تخنيکي سيستم ته واوښته.نوى سيستم د خونديتوب،قانونيت،امنيت ترڅنګ د ازموينې اخيستنې پر مهال زموږ وزارت او کانکور ګډونوالو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته کړي،له ښه شامته په هيواد کې هر کال د کانکور ګډونوالو شمېر زياتيږي،تېرکال ١٢٠ زره تنو په کانکور کې ګډون کړى و چې له ٧٠٠٠٠ څخه زيات د لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شول.سږکال چې د راتلونکي کال لپاره کانکور اخيستل کيږي ١٦٠ زرو تنو په کې نوم ليکنه کړې چې ٣٤٤٦٠ تنه به يې د لوړو زده کړو او ٩٠٠٠٠ تنه به يې د نيمه لوړو زده کړو تحصيلي موسسو ته جذب کړاى شي.
پوښتنه: د کانکور بريالي شوي زده کوونکي به په څو پوهنتونونو کې زده کړو ته شامل شي؟
اوس مهال٢٦ تحصيلي موسسې فعاليت لري چې ١٧ يې پوهنتونونه دي په دغو تحصيلي موسسو کې ٨٠٠٠٠ محصلين تر زده کړو لاندې دي دغه ډول ٥٢ د لوړو زده کړو موسسې په وزارت کې ثبت شوي دي چې ٣٠ يې په کابل او پاتې نور يې په ولاياتو کې فعاليت لري.راتلونکى کال به په فراه،پنجشير،غور،اورزګام او پکتيا ولايتونو کې ٥ تحصيلي موسسې کار پيل کړي.

د سږکال په پاى کې به څومره محصلين د هيواد په کچه فارغ شي؟

تېرکال ١٢٠ زره تنو په کانکور کې ګډون کړى و چې له ٧٠٠٠٠ څخه زيات د لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شول.سږکال چې د راتلونکي کال لپاره کانکور اخيستل کيږي ١٦٠ زرو تنو په کې نوم ليکنه کړې چې ٣٤٤٦٠ تنه به يې د لوړو زده کړو او ٩٠٠٠٠ تنه به يې د نيمه لوړو زده کړو تحصيلي موسسو ته جذب کړاى شي. تېرکال ١٢٠ زره تنو په کانکور کې ګډون کړى و چې له ٧٠٠٠٠ څخه زيات د لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شول.سږکال چې د راتلونکي کال لپاره کانکور اخيستل کيږي ١٦٠ زرو تنو په کې نوم ليکنه کړې چې ٣٤٤٦٠ تنه به يې د لوړو زده کړو او ٩٠٠٠٠ تنه به يې د نيمه لوړو زده کړو تحصيلي موسسو ته جذب کړاى شي.

تېرکال ١٢٠ زرو تنو په کانکور کې ګډون درلودلو چې له ٧٠٠٠٠ څخه زيات يې په تحصيلي موسسو کې جذب شول او تېر کال ١٠٠ زره تنه محصلين له تحصيلي موسسو څخه فارغ شوي وو،چې د روان تعليمي کال په پاى کې به له ١٢٥ پوهنځيو څخه په ٣٦٥ رشتو کې ١١٠ زره تنه فارغ شي.
تراوسه د هيواد تحصيلي موسسې يوازې د لسانس تر کچې فارغان ورکوي غواړم ځانګړې وپوښتم داسې کوم پروګرام لرئ چې د ظرفيتونو لوړولو په موخه داسې تحصيلي موسسې منځته راوړئ چې له لسانس څخه پورته زده کړې ورکړي؟
د هيواد د لوړو زده کړو د وزارت د ملي ستراتيژۍ له مخې غواړي چې له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٤ کال پورې د هيواد په پوهنتونونو کې د ماسترۍ دوره هم فعاله کړي،تر دمګړۍ د تعليم او تربيې په پوهنتون،شرعياتو پوهنځي،ساينس پوهنځي د دري او پښتو ژبو په پوهنځيو کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د لسانس د دورې ګڼ شمېر فارغان د ماسترۍ زده کړې کوي،هڅه کوو چې په نږدې راتلونکي کې د تاريخ،ادارې،پاليسۍ،عامه ادارې او حقوقو په برخه کې هم په کابل پوهنتون کې د ماسترۍ دورې پيل کړو.
د خصوصي لوړو زده کړو موسسو يو شمېر محصلين د مسلکي کدرونو نشتوالي او درسي کيفيت له ټيټوالي شکايت کوي؟
په دې اړه يو سمه لايحه تر پلي کونې لاندې نيول شوې چې د تحصيلي نصاب په تصويب او ددغو موسساتو څارنه،فعاليت او ښوونکي به ترڅېړنې لاندې نيول کيږي،د ستونزې اوارولو په موخه غواړو ولايتونو ته يو واکمن پلاوى ددغو موسسو د مشرتابه په مرسته وليږو څو وکړاى شو د روان کال تر پايه پرتې ستونزې اوارې کړو.
يو شمېر هغه تحصيلي موسسې چې ستونزې لري او د لوړو زده کړو وزارت تحصيلي تګلاره نه تطبيقوي نومونه به يې د وزارت په ويب پاڼه کې اعلان کړو.
ښاغلى نوربخش يوه لويه ستونزه چې بخدي خبري اژانس پرې هم ګڼ شمېر راپورونه درلودل له يوه ولايت څخه بل ولايت د محصلينو بدليدل دي په دې اړه څه وايئ؟
موږ (د لوړو زده کړو وزارت) تل هڅه کوو چې محصلينو ته اسانتياوې برابرې کړو،په پام کې ده چې يو واکمن کميسون جوړ کړو چې د کال ترپايه د تحصيلي موسساتو په مرسته د ولاياتو ستونزو ته د پاى ټکى کيږدو.
اوس مهال د هيواد په ټولو ليليو کې ٣٧ زره محصلين لرو له يوه ولايت څخه بل ته د محصلينو د بدلونې په اړه بايد ووايم چې محصلين کولى شي له کابل څخه ولايتونو ته ځان بدل کړي خو نه شي کولى چې له ولاياتو څخه پلازمينې(کابل) ته ځان بدل کړي ځکه موږ له ستونزو سره لاس او ګريوان يو.

تراوسه په کومو ولاياتو کې کانکور ازموينه اخيستل شوې او کوم ولايتونه دې چې په راتلونکو ورځو کې به يې د کانکور ازموينه واخيستل شي؟

د هيواد د لوړو زده کړو د وزارت د ملي ستراتيژۍ له مخې غواړي چې له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٤ کال پورې د هيواد په پوهنتونونو کې د ماسترۍ دوره هم فعاله کړي د هيواد د لوړو زده کړو د وزارت د ملي ستراتيژۍ له مخې غواړي چې له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٤ کال پورې د هيواد په پوهنتونونو کې د ماسترۍ دوره هم فعاله کړي

د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه چمتووالى نيولى په تېرو څو اونيو کې د کندهار،اورزګان،زابل،بادغيس،فراه،نيمروز او هلمند په ولايتونوکې کانکور اخيستل شوى،تګلاره داده چې لومړۍ بايد په لرو پرتو ولاياتو کې موسمي ستونزو ته په کتو واخيستل شي، او بيا به دغه لړۍ په نږدې ولايتونو کې هم عملي شي.تراوسه له ١٠٠٠٠ محصلينو څخه کانکور ازموينه اخيستل شوې يوازې په کابل کې تر ٤٥ زره داو طلبان لرو چې د ولاياتو په کچه لوړ شمېر دى.
ايا په ټول ولاياتو کې د سوالونو سختي او اساني يو ډول وي که توپير لري؟
د لوړو زده کړو وزارت د سږني کال په پيل کې ٢١ زره سوالونه جوړ کړي چې ټول د سوالونو په بانک کې ساتل شوي دغه سوالونه د پوهنې وزارت له نصاب سره برابر په پښتو او دري ژبو چمتو شوي دي،د سوالونو په ترتيب کې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت کارپوهانو ګډ کار کړى دى سوالونه په ځانګړو فورمو کې چاپ شوي او په ټولو ولاياتو کې به يو ډول وويشل شي.
ښاغلى عبدالعظيم نوربخش د لوړو زده کړو وزارت وياند له تاسو مننه
نوربخش : له تاسو څخه هم مننه

اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

اصلی مخ

ورود

د هواڅرنگوالی

کابل فردا آفتابی
26˚C
11˚C
قندهار فردا آفتابی
34˚C
20˚C
هرات فردا احتمال بارندگی
31˚C
17˚C
مزارشريف فردا
30˚C
18˚C
غزنی فردا آفتابی
21˚C
18˚C
جلال آباد فردا احتمال بارندگی
28˚C
22˚C
باميان فردا احتمال بارندگی
13˚C
7˚C
فراه فردا آفتابی
35˚C
30˚C

تبلیغا ټ

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

تبلیغا ټ

آگهی

د بخدی خبرگزاری

تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks