له رياستي نظام څخه پارلماني نظام ته د سياسي جوړښت لپاره بايد لويه جرګه راوغوښتل شي/احمد ضياء مسعود

چهارشنبه ٢٨ مرغومی ١٣٩٠ ساعت ١٥:٥٣

د افغانستان ملي جبهه چې د حکومت د مخالفو سياسي ګوندونو د مشرانو جنرال دوستم،حاجي محمد محقق او احمد ضياء مسعود له لوري جوړه شوې ده.دغه ډله د خپل کار په لومړيتوبونو کې د هيواد سياسي نظام له رياستي څخه پارلماني کول غواړي او ټينګار کوي چې اداري سيستم دې په مرکز متمرکز نه وي.ملي جبۀې په دې وروستيو کې په هغه غونډه کې ګډون کړى و چې د المان په برلن ښار کې د امريکا د کانګرس او  المان د پارلمان غړو هم په کې ګډون درلوده.په دغه غونډه کې له ٢٠١٤ کال وروسته د هيواد په حالاتو خبرې وشوې چې د افغان دولت تند غبرګون يې راوپاروه.
د بخدي خبري اژانس خبريال محمد الياس يورش له احمد ضياء مسعود سره ځانګړې مرکه کړې چې ددغې جبهې په موخو،هيوادنيو ستونزو او د جبهې په سياسي تګلارو يې ترې پوښتنې کړي دي
.
ښاغلى مسعود د ملي جبهې د مشر په توګه د هيواد د ستونزو هوارى په څه کې ګورئ؟
له تاسو او ستاسو له اژانس نه مننه، وګورئ د افغانستان ستونزې ډول ډول دي د امنيت په برخه کې د حکومت د جوړښت په برخه کې د اقتصاد په برخه کې او د عامو خلکو د ژوند په برخه کې موږ په دې عقيده يو چې تر څو اساسي بدلونونه رامنځته نه شي دغه ستونزې نه هواريږي په همدې دليل زموږ ټينګار دادى چې په سياسي جوړښت کې دې بدلون راشي.موږ

زموږ په  نظر اوسنۍ ستونزې د هيواد د سياسي جوړښت زيږنده ده مرکزي جوړښت چې ولسمشر خلکو ته خدمت نه شي کولاى او ټولۍ چارې يې هم په ولکه کې اخيستي،ددې لامل شوي چې هر شى د ولسمشر په دفتر کې خلاصه شي،ددې برسيره ددغه دفتر بې حرکتۍ هم ستونزې راولاړې کړي دي.زه په دې عقيده يم چې اصلاحات بايد له ارګه پيل شي زموږ په نظر اوسنۍ ستونزې د هيواد د سياسي جوړښت زيږنده ده مرکزي جوړښت چې ولسمشر خلکو ته خدمت نه شي کولاى او ټولۍ چارې يې هم په ولکه کې اخيستي،ددې لامل شوي چې هر شى د ولسمشر په دفتر کې خلاصه شي،ددې برسيره ددغه دفتر بې حرکتۍ هم ستونزې راولاړې کړي دي.زه په دې عقيده يم چې اصلاحات بايد له ارګه پيل شي

په  دې ګروهه يو چې سيستم دې له رياستي څخه پارلماني ته واړول شي،واليان دې انتخابي شي ترڅو خلک پرې باوري او ډاډ پيدا کړي.حکومتي چاوراکي هم د خلکو پر وړاندې د مسئوليت احساس وکړي په دغه حال کې به بيا اقتصادي پرمختګ رامنځته شي، موږ به د يو صدراعظم درلودونکي يو چې هغه به د پارلمان او خلکو پر وړاندې د مسئوليت احساس ولري.
که سياسي نظام تغير وکړي فکر نه کوئ ستونزې به لا زياتې شي؟
زموږ په  نظر اوسنۍ ستونزې د هيواد د سياسي جوړښت زيږنده ده مرکزي جوړښت چې ولسمشر خلکو ته خدمت نه شي کولاى او ټولۍ چارې يې هم په ولکه کې اخيستي،ددې لامل شوي چې هر شى د ولسمشر په دفتر کې خلاصه شي،ددې برسيره ددغه دفتر بې حرکتۍ هم ستونزې راولاړې کړي دي.زه په دې عقيده يم چې اصلاحات بايد له ارګه پيل شي،غواړم څو وړو بيلګو ته اشاره وکړم.
وګورئ زموږ ستر مشکل د بوديجې نه تطبيق کول دي ولې يو څوک نه شي کولى چې خپله بوديجه ٥٠ سلنه هم مصرف کړي،دغه کار موږ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان کړي يو فساد او ج ته رسيدلى دى ځکه په هيواد کې بحران مخ په پراخيدو دى.
ترټولو ښه لار د کار ويشنه ده اوس د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې داسې دولتونه دي چې دندې او واکونه يې ويشلي دي،تجربو ښودلې ده چې د پارلماني نظام په ټينګښت د ولسمشر  ځينې صلاحيتونه واليانو ته ليږدول کيږي چې بيا کارونه ښه ترسره کيږي.تاسې وګورئ چې په اوسني نظام کې د ولسمشر کرزي او پاچا ترمنځ هيڅ توپير نه کيږي او کرزى د يوې ادارې پر وړاندې هم د مسئوليت احساس نه کوي.
د برلن له غونډې وړاندې د فدرالي نظام په اړه د ملي جبهې نظر شور او ځوږ راپورته کړ ستاسو جبهه په دې اړه څه نظر لري؟
زما په اند د هيواد د تاريخ په اوږدو کې تل پر موږ سلطنتي واکمنيو واکمني کړې ده،زورواکو نظامونو د خلکو په سياسي او ټولنيز سرنوشت پاچايي کړې ده.زما په اند خلکو ته ګرانه ده چې دغه ډول ستونزمن شرايط وزغمي،د قدرالي نظام په لوري تګ ډېر پرمختللى دى خو ښايي زموږ خلکو ته د منلو وړ نه وي،موږ دغې موخې ته د رسيدو لپاره وخت ته اړتيا لرو،تجربې ته اړتيا لرو،ترڅو وتوانيږو د فدراليزم تر مرحلې وړاندې لومړى د پارلماني نظام تجربه راخپله کړو او خلک ورسره عادت کړو.
خلک په حکومت کې له خپل ګډون څخه ډاډه کړو پاتې نسلونه به بيا د فدرالي نظام په اړه خپل تصميم ونيسي.
پارلماني نظام ته درسيدو لپاره تاسو کوم ګامونه اخيستي؟
زه او زما هغه وروڼه چې په ملي جبهه کې راټول شوي يو دولتي واکمني نه لرو،زموږ غوښتنه داده چې د دولت د اپوزيسيون په بڼه دې زموږ وړانديزونه واخيستل شي او دا مو غوښتنه ده چې د يوې لويې جرګې په رابللو دې د سياسي نظام جوړښټ تغير پيدا کړي.
د نظام په جوړښت کې د تغير په اړه خو تاسې برلن ته تللي وئ ستاسو په اند په دې اړه له خلکو سره خبرې اترې ښه لار نه ده؟
د ملي جبهې په اعلانولو سره موږ خپل ټول کارونه وړاندې کړل داسې نه وه چې اول المان ته تللي يو او بيا مو خلکو ته ويلي دي موږ په کاپيسا،کابل او د هيواد په ډېرو برخو کې سترې غونډې درلودې له خلکو سره مو خپله تګلاره شريکه کړې ده.
ملي جبهه د طالبانو د دفتر په اړه بيلابيل دريځونه لري ستاسو وروستى تصميم په دې اړه څه  دى؟
موږ په سوله عقيده لرو هره ورانکارې ډله چې راشي له سياسي بهير سره ملګرې شي اساسي قانون ومني او انساني ارزښتونو ته قايله شي هغوي د عامو افغانانو په توګه پيژنو.خو که طالبان حاضر نه شي چې اساسي قانون ومني د خلکو حقونه تضمين نه کړي د جنرال دوستم د وينا په څېر په دغه صورت کې بيا مونږه شکايت کوو.که طالبان اساسي قانون ومني د وطن په جوړونه او ګډ ژوند کې ورسره هيڅ ستونزه نه لرو.
تاسو له ځينو بهرنيو رسنيو سره په خبرو کې کرزى د طالبانو په څېر بللى،ستاسو برداشت له کرزي نه چې څو کاله مو ورسره ګډ کار کړى څه دى؟
د ولسمشر کړنې د طالبانو د ګټو ساتلو په څېر دي که هغه په تېرو لسو کلونو کې د مخالفينو پر وړاندې د مبارزې يوه پاليسي درلودى له دې سيمې به د طالبانو ټغر ټول شوى وى.زما په اند د جګړې اصلي لامل د مخالفينو او القاعده په اړه د دولت ګونګ سياست دى.
تاسې وګورئ ولې هغه خلک نه محاکمه کيږي چې په جګړو کې نيول کيږي او يا ځانمرګي بريدونه کوي،په تېر يوه کال کې ٨٠٠ مخالفين له دولتي زندانونو پرېښودل شوي دي،له امکانه لرې ده چې په لږ وخت کې د کندهار له زندان څخه سلګونه بنديان تېښته وکړي.زه په زغرده وايم چې په دغو ټولو کارونو کې حکومت شريک دى.
ښاغلى مسعود څومره باوري ياستئ چې ملي جبهه به په خپل حال پاتې شي؟
ټول هغه اصول چې ملي جبهه پرې عقيده لري د خلکو په ګټه دي ترڅو چې موږ د يو مصلحت له مخې د هيواد ګټې ګورو خپله مبارزه به کوو.
تاسو باور لرئ چې د ملي جبهې مشران به له ولسمشر سره د امتيازاتو په لاسته راوړنې معامله ونه کړي؟
زه يقين لرم چې هيڅوک بۀ داسې ونه کړي چې د ملي جبهې له فکر سره هم فکره وي.
تاسو له ملي ايتلاف سره او يو شمېر نورو شخصيتونو سره ګډ سياسي دريځ لرئ ښه نه ده چې تر يوه سيوري لاندې راټول او سياسي فعاليت وکړئ؟
ټولو ته معلومه ده چې ايتلاف تازه جوړ شوى دى سياسي فعاليتونه او مبارزې تر يوه څه وخته يو ډول وي وخت ته اړتيا لرو چې د سياسي مبارزو نتيجه وګورو او بيا پرې فکر وکړو،زه فکر کوم چې دغه ډلې بايد تر يو څه وخته په خلکو کې فعاليت  وکړي خپل کارونه وارزوي او ځان په خلکو وپيژني يقين لرم چې دغه ټول به سره يو ځاى کيږي په ځانګړې ډول ملي جبهه به دې ته لاره جوړه کړي چې د ګډو موخو درلودونکي سره يو ځاى کړي.


الياس يورش - بخدي خبري اژانس


اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

اصلی مخ

ورود

د هواڅرنگوالی

کابل فردا آفتابی
26˚C
11˚C
قندهار فردا آفتابی
34˚C
20˚C
هرات فردا احتمال بارندگی
31˚C
17˚C
مزارشريف فردا
30˚C
18˚C
غزنی فردا آفتابی
21˚C
18˚C
جلال آباد فردا احتمال بارندگی
28˚C
22˚C
باميان فردا احتمال بارندگی
13˚C
7˚C
فراه فردا آفتابی
35˚C
30˚C

تبلیغا ټ

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

تبلیغا ټ

آگهی

د بخدی خبرگزاری

تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks