په ختيځو ولاياتو کې د بشري حقوقو خپلواک کميسون سيمه ييز دفتر ډاکټر رفيع الله بيدار بخدي خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې له درې مياشتو راهيسې په دغه سيمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٤٩ پېښې ثبت شوي دي.
نوموړي وويل ادارې ته يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٤٩ دوسيې راغلي چې ٩ يې له دوديزو لارو اوارې کړي او پاتې ٤٠ ته يې مدافع وکيلان نيولي دي
ډاکټر رفيع الله بيدار زياته کړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې لوړيدلو لوى لامل د عدالت منګلو ته د عاملينو نه وړاندې کېدل،لرې پرتو سيمو ته نه لاس رسى او د غربت د کچې لوړوالى دى.
ډاکټر بيدار وويل چې په تېرو درې مياشتو کې يې د ننګرهار،کونړ،لغمان او نورستان په ولايتونو کې د خلکو د عامه پوهاوي په موخه ٢٩ غونډې او ورکشاپونه جوړ کړي چې زر تنو په کې ګډون کړى و.
نوموړي زياته کړه د غونډ، ډېره برخه يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ماشومانو معلولينو او انساني حقوقو ته ځانګړې شوې وې.
ډاکټر بيدار وويل له بيلابيلو غږيزو او انځوريزو رسنيو څخه يې د بشري حقوقو په اړه ١٦ ساعته خپرونې کړي دي.
نوموړي زياته کړه ادارې يې په ختيځو ولاياتو کې د خلکو د کچې د لوړاوي په موخه ٤٨٥٠ ټوکه مجلې او کتابونه ويشلي دي.
نوموړي وويل ادارې ته يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٤٩ دوسيې راغلي چې ٩ يې له دوديزو لارو اوارې کړي او پاتې ٤٠ ته يې مدافع وکيلان نيولي دي.
نوموړي زياته کړه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو پرته په ټوليزه توګه د انساني حقونو څخه په ٣ مياشتو کې ١٨ سرغړونې شوي دي.
ډاکټر بيدار د بخدي خبري اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې چې اداره يې د ختيځو ولاياتو له ٥٣ اداري واحدونو څخه په څو اداري واحدونو کې کار نه شي ترسره کولى؟ وويل د ننګرهار حصارک،چپرهار،شيرزاد او خوږياڼو ولسواليو،د کونړ اسمار،غازي اباد،چپه دره او ماڼوګي ولسوالۍ او د لغمان دولت شاه ولسوالۍ ته او د نورستان له نورګرام پرته د مرګز په ګډون ٨ اداري وحدونو ته نه شي ورتللى.
نوموړي د نه ورتګ لامل امنيتي ستونزې او د وسله والو مخالفينو ګواښونه وبلل.
بيدار د بخدي خبري اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې چې د هيواد په کچه ستاسو مرکزي دفتر د جنګي سرغړونو په اړه د راپور په چمتو کولو بوخته ده په دغه راپور کې به څه وي او څۀ وخت به خپريږي؟ وويل : ((زموږ د مرکزي ادارې د جنګي جرايمو په راپور کې د خلکو نظر پوښتنه د بشري حقونو په اړه ملي برنامه جوړول او د ثور له اوښتونه وروسته په ټول هيواد کې تر ٢٥ پورې سترې پېښې دي))
نوموړي زياته کړه چې په دغو پېښو کې د کمونستانو،مجاهدينو او طالبانو د نظامونو پر مهال ډله ايزې وژنې ډله ايز قبرونه او نورې غټې پېښې دي.
ډاکټر بيدار وويل چې تمه کيږي چې مرکزي اداره به يې دغه راپور افغان دولت ته د خپرولو په موخه وسپار چې په وينا يې د راپور خپرول به د نظام د پياوړتيا او د ولس د هيلو او ارزوګانو لپاره د عدالت د تامين په برخه کې يو ښه ګام وي.
د يادونې وړ ده چې ددغې ادارې د راپور له مخې په تېره ربعه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٤٠ پېښې ثبت شوې وې.
مصور عباسي - ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks