د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې (۴۱) تنه ماشومان د سړي تښتونکو له منګلو څخه وژغورل شول.
لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کې دا معلومه شوه چې دوی د مدرسي په نامه دغه کوچنیان د پاکستان شمشتو کمپ ته په دې موخه لیږد ول تر څو هلته يې تروريستي کړنو په اړه روزنه ورکړل شي .
سیمه ایز چارواکي وايی چې څلور تنه هغه قاچاقبر یې هم نیولي چې غوښتل يې دغه ماشومان پاکستان ته ولیږدوي.
د چارواکو په وينا د ماشومانو له تښتولو يې موخه په پاکستان کې د دوي روزنه وه چې تر روزنې وروسته يې بيرته افغانستان ته د تروريستي فعالیتونو په موخه راولیږدوي.
دکونړ امنیه قوماندان عوض محمد نذیري بخدي خبري اژانس ته وویل چې، قاچاقبرو د ماڼوګي ولسوالۍ د کوړنګل له سیمې ۴۱تنه ماشومان پاکستان ته انتقالول چې پر وينا يې په وټه پور ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوي دی.
هغه زیاته کړه چې لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کې دا معلومه شوه چې دوی د مدرسي په نامه دغه کوچنیان د پاکستان شمشتو کمپ ته په دې موخه لیږد ول تر څو هلته يې تروريستي کړنو په اړه روزنه ورکړل شي .
نوموړي دا هم وویل چې یاد کوچینان او قاچاقبر دا مهال په امنیه قومندانۍ تر تحقیقاتو لاندي دي او پوښتنې ګرويږنې ورڅخه روانې دي .
مصور عباسي _ ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks