د ننګرهار په سره رود،حصارک او کامې ولسواليو ترڅنګ په جلال اباد ښار کې زرګونو تنو د امريکايي ځواکونو له لوري د قران سوزونې په غبرګون کې تند لاريونونه ترسره کړل.
د سهار له ٨ بجو څخه تر ماسپښينه د کابل جلال اباد لار او د ښار ټولې هټۍ تړلي دي.
د سهار له ٨ بجو څخه تر ماسپښينه د کابل جلال اباد لار او د ښار ټولې هټۍ تړلي دي.
د پوهنتون محصلينو چې شمېر يې ٣٠٠٠ تنو ته رسيده په درونټه کې يوه سوله ايزه مظاهره وکړه چې د امريکا د بيرغ،اوباما د ګوډاګي په سوزولو او پريکړه ليک اعلانولو سره يې ١١ بجې پاى ته ورسوله.
د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې د پوليسو په ډزو ٤ تنه مظاهره چيانا ټپيان شول.
د عامې روغتيا رئيس ډاکټر بازمحمد شيرزاد وويل چې روغتون ته يې په ډزو لګيدلي ٣ تنه ټپيان راوړل شويدي.
د ښار له بيلابيلو سيمو څخه د مخابراتو ،تالاشۍ، مستوفيت او ملنګ جان واټونو ته زرګونه مظاهره چيان راوتلي چې د ولسي وګړو موټر او دوکانونه هم په کاڼو ولي.
مظاهره چيان په يوه غږ وايي ترڅو چې د پېښې عاملين مجازات نه شي په يوازې بښنې غوښتلو به مظاهرې پاى ته ونه رسوي.
مصور عباسي _ ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks