د ننګرهار لاريونونه١٢ تنو ته په مرګ ژوبلې اوښتلو پاى ته ورسيدل

چهارشنبه ٠٣ کب ١٣٩٠ ساعت ١٨:١٤

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لاريونونه په پښتونستان واټ او هوايي ډګر کې په شخړو او مرګ ژوبلې واوښتل.

د والي وياند وويل چې هوايي ډګر ته په رسيدو دغې ډلې د ناټو ځواکونو د تېلو ٦ ټانکرونو ته اور ورته کړ او له امنيتي ځواکونو سره يې اخ وډب رامنځته شو . د والي وياند وويل چې هوايي ډګر ته په رسيدو دغې ډلې د ناټو ځواکونو د تېلو ٦ ټانکرونو ته اور ورته کړ او له امنيتي ځواکونو سره يې اخ وډب رامنځته شو .

د ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکټر بازمحمد شيرزاد بخدي اژانس ته وويل چې د مازيګر تر اذانونو ورته له لاريونو څخه ١١ تنه ټپيان او يو جسد راوړل شوى دى.
نوموړي زياته کړه چې په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي.
د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بخدي اژانس ته وويل چې ددغه ولايت په حصارک،سره رود،بهسودو،کامې او کوز کونړ ولسواليو کې د ننګرهار پوهنتون په ګډون ټول لاريونونه سوله ايز پاى ته رسيدلي دي.
عبدالزي وويل د لاريون کوونکو يوه ډله چې له مخابراتو څلور لاري څخه يې د هوايي ډګر په لور واټن وهلو وروسته له هغې له پوليسو سره لاس او ګريوان شول چې عامه شتمنۍ د خلکو موټر او هټۍ يې په ډبرو وويشتلې.
د والي وياند وويل چې هوايي ډګر ته په رسيدو دغې ډلې د ناټو ځواکونو د تېلو ٦ ټانکرونو ته اور ورته کړ او له امنيتي ځواکونو سره يې اخ وډب رامنځته شو .
عبدالزي په دغه پېښه کې د ٥ تنو ټپي کيدل ومنل.
د هيواد ختيځ جلال اباد ښار نن د چهارشنبې په ورځ له تاوتريخوالي د ډکو لاريونونو شاهد و، د سختو لاريونونو له امله ٥ ساعته د کابل جلال اباد او جلال اباد تورخم لارې تړلې وې.


مصور عباسي _ ننګرهار

اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

اصلی مخ

ورود

د هواڅرنگوالی

کابل فردا آفتابی
26˚C
11˚C
قندهار فردا آفتابی
34˚C
20˚C
هرات فردا احتمال بارندگی
31˚C
17˚C
مزارشريف فردا
30˚C
18˚C
غزنی فردا آفتابی
21˚C
18˚C
جلال آباد فردا احتمال بارندگی
28˚C
22˚C
باميان فردا احتمال بارندگی
13˚C
7˚C
فراه فردا آفتابی
35˚C
30˚C

تبلیغا ټ

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

تبلیغا ټ

آگهی

د بخدی خبرگزاری

تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks