دولسي جرګې لومړي مرستيال په ننګرهار کې دنړيوالو ځواکونوله لوري داتو زده کوونکو دټپي کيدو او همدارانګه په دي ولايت کې دلاريون کوونکو سره دامنيتي ځواکونودناسم چلند غندنه وکړه .
ظاهر قدير زياته کړه چې لاريون کول په سوله ايزه توګه دټولو خلکو حق دي اوامنيتي ځواکونوته نه ښايي چې له دوي سره ناسم چلند وکړي .
دقانون څخه دملاتړ ايتلاف مشر اودولسي جرګي لومړي مرستيال وويل چې دننګرهار په ښيوي ولسوالۍ کې دنړيوالو ځواکونوله خوا پرزده کوونکوبريد دنه زغم اوغندلو وړه مسله ده .
نوموړي وويل ددي پيښي په اړه به دافغانستان ولسي جرګه څيړنه وکړي ترڅو معلومه کړي چې يادو ځواکونو ولي داکار ترسره کړي دي.
ظاهر قدير زياته کړه چې لاريون کول په سوله ايزه توګه دټولو خلکو حق دي اوامنيتي ځواکونوته نه ښايي چې له دوي سره ناسم چلند وکړي .
ده وويل ددي پيښي پوښتنه به وکړي چې په ننګرهار کې دنني لاريون پرمهال ولي اوڅه ډول خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
ښاغلي ظاهر قدير چې په ننګرهاريانويې دخپلو احساساتو دکابو کولو غږ وکړويي ويل چې ولسي جرګه به دامسله په جدي ډول وڅيړي ترڅو دقرانکريم سوځونکوسرتيرو ته ترټولو سخته سزا ورکړل شي .
ديادونې وړ ده چې حاجي عبدالظاهر قدير د ننګرهار پخواني والي او فوايد عامې وزير حاجي عبدالقدير زوى دى چې د ولسي جرګې د لومړۍ مرستيالۍ ترڅنګ د ننګرهار د خلکو استازى او د افغانستان د سولې کاروان مشري هم په غاړه لري.
مصور عباسي _ ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks