کونړيانو د قران کريم سوزونې پر ضد لاريون وکړ

چهارشنبه ٠٣ کب ١٣٩٠ ساعت ١٨:٤٥

د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې نن له غرمې مخکې د نړيوالو ځواکونو پر ضد يو ستر لاریون وشو.

لاریون کوونکو د امریکايي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول او قرانکریم ته د سپکاوي عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کوله. لاریون کوونکو د امریکايي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول او قرانکریم ته د سپکاوي عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کوله.

په دغه لاريون کې چې شاوخوا دوه زره قهرېدلو کسانو په کې برخه درلوده د دغې ولسوالۍ په مرکز کې د امریکایانو له خوا د قران کریم د سوځولو په غبرګون د امريکا خلاف شعارونه ورکول.
د دغه ولایت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رییس سمونوال عبدالمتین بخدي خبري اژانس ته وویل، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا دوه زره لاریون کوونکو لاریون وکړ، چې په سوله ییزه توګه پای ته ورسېد.
ددغي ولسوالۍ يو تن نور ولي خان چې په لاريون کې يې برخه درلوده بخدي اژانس ته وويل، چې دغه لاریون د یادې ولسوالۍ له بازاره پیل او د ولسوالۍ تر ودانۍ پورې یې دوام وکړ.
لاریون کوونکو د امریکايي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول او قرانکریم ته د سپکاوي عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کوله.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي اډه کې د څو ټوکه قرآن کریمونو بې حرمتي شوې او سوځول شوي دي، چې له کبله یې ناټو ځواکونو بښنه غوښتې ده.
بايد وويل شي چې نن په ننګرهار کې هم پراخ لاریونونه وشول، چې په تاوتریخوالي بدل شوي او ١٢ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.


مصور عباسي _ ننګرهار


اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

اصلی مخ

ورود

د هواڅرنگوالی

کابل فردا آفتابی
26˚C
11˚C
قندهار فردا آفتابی
34˚C
20˚C
هرات فردا احتمال بارندگی
31˚C
17˚C
مزارشريف فردا
30˚C
18˚C
غزنی فردا آفتابی
21˚C
18˚C
جلال آباد فردا احتمال بارندگی
28˚C
22˚C
باميان فردا احتمال بارندگی
13˚C
7˚C
فراه فردا آفتابی
35˚C
30˚C

تبلیغا ټ

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

تبلیغا ټ

آگهی

د بخدی خبرگزاری

تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks