د هيواد په ننيو مظاهرو کې د مړو او ټپيانو شمېر ٦٠ تنو ته ورسيد

چهارشنبه ٠٣ کب ١٣٩٠ ساعت ١٩:٠١

د هيواد له بيلابيلو برخو راپورونه وايي چې له امنيتي ځواکونو سره د مظاهره چيانو د نښتو له امله ٩ تنه وژل شوي او ٥٠ تنه ټپيان دي.

تېره ورځ يو شمېر خلکو وروسته له هغه په مظاهرو لاس پورې کړ چې خبر يې ترلاسه کړ امريکايي ځواکونو د باګرام په نظامي اډه کې د قرانکريم سپکاوى کړى دى. تېره ورځ يو شمېر خلکو وروسته له هغه په مظاهرو لاس پورې کړ چې خبر يې ترلاسه کړ امريکايي ځواکونو د باګرام په نظامي اډه کې د قرانکريم سپکاوى کړى دى.

ګڼ شمېر مظاهره چيان د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ د غوربند په دره کې وژل شوي دي.
دا هغه ځاى دى چې ويل کيږي قهريدلو مظاهره چيانو په پوليسو ډزې کړي دي.
د شينوارو ولسوال سيف الدين بيدار بخدي اژانس ته وويل : ((مظاهره چيانو په ولسوالۍ بريد وکړ چې يو شمېر يې وسله وال وو))
تېره ورځ يو شمېر خلکو وروسته له هغه په مظاهرو لاس پورې کړ چې خبر يې ترلاسه کړ امريکايي ځواکونو د باګرام په نظامي اډه کې د قرانکريم سپکاوى کړى دى.
د شينوارو ولسوال ومنله چې پوليسو وروسته له هغې په مظاهره چيانو ډزې وکړې چې هغوي په پوليسو بريد وکړ.
په دغه پېښه کې ١١ تنه مظاهره چيان ټپيان شوي دي.
د مظاهرو پراخيدل
ددغو مظاهرو لمن د چارشنبې په ورځ ولاياتو ته وغځيده چې د کابل، ننګرهار،کونړ،لوګر،پروان او بغلان ولايتونو کې نن مظاهرې ترسره شوې.
د پروان،جلال اباد او لوګر مظاهرې په تاوتريخوالي بدلې شوې.
د عام روغتيا د وزارت وياندډاکټر کارګر نور اوغلي وايي چې په کابل کې يو تن وژل شوى او ١١ تنه ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې ټپيان په وزير اکبر خان او استقلال روغتونونو کې بستر دي.

د عام روغتيا د وزارت وياندډاکټر کارګر نور اوغلي وايي چې په کابل کې يو تن وژل شوى او ١١ تنه ټپيان دي. د عام روغتيا د وزارت وياندډاکټر کارګر نور اوغلي وايي چې په کابل کې يو تن وژل شوى او ١١ تنه ټپيان دي.

د لوګر والي وياند دين محمد درويش بخدي اژانس ته وويل چې مظاهره چيانو هوډ درلود چې د ولايت ودانۍ ته ننوځي خو پوليسو يې مخه ونيوله.
د شينوارو په ولسوالۍ کې د مظاهره چيانو په ډزو درې تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د جلال اباد ښار مظاهرو چې له سهاره پيل شوې وې له امله يې ټول ښار تړلى و چې په د غه ولايت کې ټول ١٤ تنه ټپيان او يو تن وژل شوى دى.
عيني شاهدانو بخدي اژانس ته وويل چې قهريدلو مظاهره چيانو د ناټو ځواکونو د تېلو ټانګرونو ته اور ورته کړ.
تر ٥ ساعتونو د کابل جلال اباد لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
د جلال اباد مظاهره چيانو د امريکا بيرغ او اوباما ګوډاګى وسوځول.
د هيواد د ټولو برخو مظاهره چيانو د عاملينو محاکمه غوښته او سپيڅلى قران يې په لاسونو کې نيولى و.


الياس يورش _ کابل

اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

اصلی مخ

ورود

د هواڅرنگوالی

کابل فردا آفتابی
26˚C
11˚C
قندهار فردا آفتابی
34˚C
20˚C
هرات فردا احتمال بارندگی
31˚C
17˚C
مزارشريف فردا
30˚C
18˚C
غزنی فردا آفتابی
21˚C
18˚C
جلال آباد فردا احتمال بارندگی
28˚C
22˚C
باميان فردا احتمال بارندگی
13˚C
7˚C
فراه فردا آفتابی
35˚C
30˚C

تبلیغا ټ

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

تبلیغا ټ

آگهی

د بخدی خبرگزاری

تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks