د لغمان په مرکز مهتلام ښار،الينګار ولسوالۍ او دننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې د امريکايي ځواکونو له لوري د قران عظيم الشان د سوځونې پر ضد زرګونو خلکو لاريون پيل کړ.
بل پلو د ننګرهار پوهنتون محصلينو بيا په مظاهرو لاس پورې کړى او ګواښ يې کړى چې تر هغه به د پوهنتون دروازې نړلې وساتي چې د پېښې عاملين نه وي محاکمه شوي.
د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ بخدي خبري اژانس ته وويل چې د لاريون يوه څپه له الينګار ولسوالۍ څخه مهترلام ښار ته او بله ډله له مهترلام ښاره قرغيو ولسوالۍ ته په لاره ده چې تراوسه کوم تاو تريخوالى نه لري.
عيني شاهدان وايي چې مهترلام ښار په بشپړ ډول تړلى.
بل پلو د ننګرهار پوهنتون محصلينو بيا په مظاهرو لاس پورې کړى او ګواښ يې کړى چې تر هغه به د پوهنتون دروازې نړلې وساتي چې د پېښې عاملين نه وي محاکمه شوي.
د خوږياڼو ولسوال حاجي محمد حسن بخدي خبري اژانس ته وويل چې ددغې ولسوالۍ په وزيرو بازار کې زرګونه لاريون کوونکي راوتلي دي.
د بټي کوټ ولسوالۍ يوه ځايي خبريال نجيب هاشمزاده بخدي اژانس ته وويل چې زرګونه مظاهره چيانو د تورخم جلال اباد لار تړلې ده.
مصور عباسي _ ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks