په ننګرهار کې له ٢٢٦ راستنو شوو کډوالو کورنيو سره مرسته وشوه

چهارشنبه ٠٥ سلواغه ١٣٩٠ ساعت ١١:٣٦

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست بخدي خبري اژانس ته وويل چې د چهارشنبې په ورځ يې د مومندرې ولسوالۍ له هغو راستنو شوو کډوالو کورنيو سره د ٢٢ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه چې د تېر کال په اوږدو کې له پاکستانه راستنې شوي دي.

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي بخدي خبري اژانس ته وويل چې د وړو،غوړو،وريژو سربيره په مرسته شوو موادو کې هرې کورنۍ سره ٨ تختې کمپلې،٢ ګاز ډبې،پټوګان او ژمنيو توکو مرستې وکړې.
نوموړي زياته کړه چې په تېره يوه مياشت کې يې له ٢٠٠٠ دغه ډول کورنيو سره يې مرستې کړي دي.
ددغې ولسوالۍ د باسول د کلي يوه اوسيدونکي مولوي عبدالله وويل چې ٦ مياشتې وړاندې پاکستاني پوليسو د پېښور په کبابيانو کې د مهاجر د نشتوالي له امله ونيو چې وروسته کډې راوړلو ته اړ شو.
د يادونې وړ ده چې تېره کال پاکستاني چارواکو له خيبر ايجنسۍ څخه د ننګرهار سلګونه کډوالې کورنۍ په زور راوشړلې.


مصور عباسي - ننګرهار


اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

اصلی مخ

ورود

د هواڅرنگوالی

کابل فردا آفتابی
26˚C
11˚C
قندهار فردا آفتابی
34˚C
20˚C
هرات فردا احتمال بارندگی
31˚C
17˚C
مزارشريف فردا
30˚C
18˚C
غزنی فردا آفتابی
21˚C
18˚C
جلال آباد فردا احتمال بارندگی
28˚C
22˚C
باميان فردا احتمال بارندگی
13˚C
7˚C
فراه فردا آفتابی
35˚C
30˚C

تبلیغا ټ

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

تبلیغا ټ

آگهی

د بخدی خبرگزاری

تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks