د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پر ځانګړو ځواکونو برید کوونکی موخې ته تر رسېدلو وړاندې ووژل شو.
معصوم هاشمي د پېښې د لامل په اړه څه ونه ویل، خو زیاته يې کړه، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، چې په یاد شوي موټر کې څومره چاودېدونکي توکي بار وو.
د دغه ولايت د امنیې قوماندانۍ مرستيال سمونوال محمدمعصوم هاشمي بخدي خبري اژانس ته وويل، چې دغه کس هغه مهال د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سيمه کې هغه مهال ووژل شو، چې غوښتل یې پر ځانګړو ځواکونو د چاودېدونکو توکو بار موټر چاودنه وکړي، چې د هغوی له خوا په ډزو سره ووژل شو.
معصوم هاشمي د پېښې د لامل په اړه څه ونه ویل، خو زیاته يې کړه، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، چې په یاد شوي موټر کې څومره چاودېدونکي توکي بار وو.
هاشمي زياته کړه، چې دا مهال امنیتي ځواکونو له موټر څخه د چاودېدونکو توکو پر رايستلو بوخت دي.
تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسینو ته څه نه دي ويلي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالي د هغو څلورو ولسواليو په ډله کې ده، چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد په دويم پړاو کې يې امنيتي چاري افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.
مصور عباسي _ ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks