د ننګرهار بريښنا رئيس انجينر محب الرحمن مومند او ددغه رياست عملياتي مرستيال انجينر محمد شجاع په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې دلغمان ولايت په بادپخ ولسوالۍ کې دبريښنا دپايو دنصبولو او دلاينونو دغزولو چارې يې کتلې .
محب الرحمن مومند وويل دنغلو بريښنا کوټ څخه به په دغو لاينونو کې پنځه ويشت اشاريه شپږ ميګا واټه بريښنا چې دولس اشاريه اته ميګا واټه به جلا لا باد ښار او دولس اشاريه اته ميګا واټه بريښنا به لغمان ولايت ته ورکول کيږي .
دبريښنا رئيس وويل چې اوسمهال دنغلو دبرق ستېشن څخه ننګرهار ته دبريښنا دپايو دنصبولو چارې پنځه اويا او دلاينونو دغزولو چارې اويا فيصده سرته رسېدلي دي .
دنوموړي پروينا که چېرې امنيتي فضا همداسې وي پاتې کار به په راتلونکوو څلور مياشتو کې بشپړ شي.
.محب الرحمن مومند وويل دنغلو بريښنا کوټ څخه به په دغو لاينونو کې پنځه ويشت اشاريه شپږ ميګا واټه بريښنا چې دولس اشاريه اته ميګا واټه به جلا لا باد ښار او دولس اشاريه اته ميګا واټه بريښنا به لغمان ولايت ته ورکول کيږي .
دنوموړي پر وينا ددغې پروژې چارې د K E S يوې هندي کمپنۍ له لوري د دوه زره دولسم کال دډسمبر په لسمه پيل شوې وې چې څه موده وړاندې يې چارې ديو لړ امنيتي ستونزو له امله ځنډېدلې وې چې دولايت مقام په لارښوونه او دځايي خلکو په همکارۍ يې چارې بيا پيل شوې چې دا مهال ديادې پروژې دساتنې چارې داربکي پوليسو له لوري پر غاړه دي .
دبريښنا رئيس دځايي خلکو او اربکي پوليسو دهغو هڅو چې دپروژې په ساتنه کې ترسره کړي دمننې تر څنګ دلا همکارۍ هيله وکړه .
دځايي خلکو په استازۍ داربکي پوليسو يو تن قوماندان نقيب الله وويل که امکانات ورته برابر شي ددې سيمې ترڅنګ دهېواد دنورو سيمو په امنيت کې به هم هلې ځلې وکړي او دبريښنا رياست کارکونکو ته يې دباد پخ په ولسوالۍ کې ديادې پروژې په ساتلو کې دهر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
مصور عباسي _ ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks