په ننګرهار کې د ١٥ پروژو چارې پيل شوې

چهارشنبه ١٩ سلواغه ١٣٩٠ ساعت ١٠:٠٢

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي او د جاپان هيواد د جايکا موسسې ترمنځ د سلواغې په ١٩ مه يو تړون لاسليک شو.

مرستيال والي وويل چې په دغو دواړو پروزو به ٣ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي چې په ٣ کلونو کې به بشپړې او د ٢٠٠٧ کورنيو ٣٠٠٠ هکتاره ځمکې به خړوب کړي. مرستيال والي وويل چې په دغو دواړو پروزو به ٣ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي چې په ٣ کلونو کې به بشپړې او د ٢٠٠٧ کورنيو ٣٠٠٠ هکتاره ځمکې به خړوب کړي.

د ننګرهار والي وياند احمد ضياء عبدالزي بخدي خبري اژانس ته وويل چې يو کال وړاندې د ګل اغا شيرزي او جايکا ترمنځ د ٦ ميليونو ډالرو په لګښت د ١٩ پروژو تړون لاسليک شوى و چې چارې يې بشپړې شوې.
عبدالزي وويل د رغنيزو پروژو دويم تړون د والي او جايکا ترمنځ د ٥ ميليونو ډالرو په لګښت د چارشنبې په ورځ لاسليک شوې چې له مخې به يې د دغه ولايت په سره رود او بهسودو ولسوالۍ کې د راستنو شوو کډوالو لپاره د سړکونو،ښوونځيو،روغتيايي مرکزونو،کوچنيو بندونو او کانالونو ١٣ پروژې پيل شي.
عبدالزي وويل ددې لپاره چې ولايتي ادارې يې د جايکا موسسې د پروژو د لومړي پړاو لپاره ښه زمينه برابره کړې وه دغه موسسه غواړي چې د رغنيزو پروژو لمن نوره هم پراخه کړي.
د جايکا د موسسې يو تن استازي اراهيتوشي ډاډ ورکړ چې هيواد به يې په ننګرهار کې د رغنيزو پروژو درېيم او څلورم پړاو هم پيل کړي.
د يوبل خبر له مخې د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال بخدي خبري اژانس ته وويل چې د جاپان هيواد د PMS (اوبه خور او روغتيا موسسې له لوري)ددې ولايت د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د اوبو د يو سربند او کانال جوړونې چارې پيل شوې.
مرستيال والي وويل چې په دغو دواړو پروزو به ٣ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي چې په ٣ کلونو کې به بشپړې او د ٢٠٠٧ کورنيو ٣٠٠٠ هکتاره ځمکې به خړوب کړي.
نوموړي زياته کړه چې استنادي ديوال به په پيل کې سربند ولري چې د درې دروازو درلودونکى به وي او هره دروازه به يې ٤ متره لوړوالى او يو نيم متر سور ولري.
نوموړي وويل کانال به يو نيم کيلو متر اوږدوالى ولرى چې دواړو څنډو ته به يې په سيمې جالۍ ولګول شي چې له ښويدنې خوندي وي.
د يادونې وړ ده چې جاپان هيواد په ننګرهار ولايت کې د شولې د ترويج ترڅنګ د اوبه خور او ښوونځيو ګڼې پروژي لري چې دوه کاله وړاندې يې وسله والو مخالفينو يو انجينر په ډېرې بې دردۍ سره وواژه.


مصور عباسي - ننګرهار




اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

اصلی مخ

ورود

د هواڅرنگوالی

کابل فردا آفتابی
26˚C
11˚C
قندهار فردا آفتابی
34˚C
20˚C
هرات فردا احتمال بارندگی
31˚C
17˚C
مزارشريف فردا
30˚C
18˚C
غزنی فردا آفتابی
21˚C
18˚C
جلال آباد فردا احتمال بارندگی
28˚C
22˚C
باميان فردا احتمال بارندگی
13˚C
7˚C
فراه فردا آفتابی
35˚C
30˚C

تبلیغا ټ

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

تبلیغا ټ

آگهی

د بخدی خبرگزاری

تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks