د ننګرهار ولايت په سره رود او غني خېلو ولسوالۍ کې د يو استنادي ديوال او ښوونځي ودانۍ چارې پيل شوې.
شينواري وويل چې دغه ښوونځى د ٨ درسي او ٤ اداري خونو په درلودلو سره په ٤ مياشتو کې جوړيږي چې ١٢٠ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري بخدي خبري اژانس ته وويل چې د کب په لومړۍ نيټه يې د ولايتي بيارغونې ډلې په مرسته د غنې خېلو ولسوالۍ د شهيد مير ولي لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده.
شينواري وويل چې دغه ښوونځى د ٨ درسي او ٤ اداري خونو په درلودلو سره په ٤ مياشتو کې جوړيږي چې ١٢٠ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
نوموړي زياته کړه چې د ښوونځي ودانۍ به ١٠ بابه تشنابونه او يوه ژوره څاه ولري.
د غنې خېلو قومي مشر حبيب ګل پاچا بخدي خبري اژانس ته وويل چې په دغه ښوونځي کې ٤٠٠ زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي.
د نوموړي پر وينا د ودانۍ په جوړيدو سره به د سيمې زده کوونکو ته ښه درسي چاپيريال برابر شي.
له بلې خوا د ننګرهار د فوايد عامې رئيس انجينر فضل ربي ولي زي بخدي خبري اژانس ته وويل چې د جلال اباد په جنوبي حلقوي سړک يې د کمبو خوړ په سيمه کې د يو ستر استنادي ديوال چارې پيل کړي چې په وينا په دوه مياشتو کې به بشړې شي.
ولي زي وويل دغه استنادي ديوال ٩٠ متره اوږدوالى،٦ متره لوړوالى او ١٧ نيم متره سور لري چې د ٢ استنادي ديوالونو ترمنځ کاڼي اچول کيږي او په سر يې کانکريټ غورځول کيږي.
د فوايد عامې رئيس وويل چې وزارت يې ددغه استنادي ديوال ٢ ميليونه او ٦٠٠ زره افغانۍ لګښت ورکوي.
د يادونې وړ ده د کمبو خوړ استنادي ديوال د هغو تراکتورونو بارونې له امله نړيدلى و چې د خلکو ودانيو ته شګې او ډبرې ليږدوي.
مصور عباسي _ ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks