په ننګرهار کې د يوې رغنيزې پروژې چارې پيل او بله ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

سه شنبه ٠٢ کب ١٣٩٠ ساعت ١٣:١٢

په جلال ابآد ښآر کې د UN-Habitat په مرسته د ويالو پخولو پروژه بشپړه او ددغه ولايت په مرکزي محبس کې د يوه کلينک جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د محبس قوماندان وويل چې ننګرهار محبس ٦٥ کاله وړاندې د ٦٠٠ بنديانو ساتلو په موخه جوړ شوى چې اوس مهال په کې د ٢٤ ميرمنو په ګډون ١٢٦٧ تنه بنديان ساتل کيږي. د محبس قوماندان وويل چې ننګرهار محبس ٦٥ کاله وړاندې د ٦٠٠ بنديانو ساتلو په موخه جوړ شوى چې اوس مهال په کې د ٢٤ ميرمنو په ګډون ١٢٦٧ تنه بنديان ساتل کيږي.

د UN- Habitat د جلال اباد ساحوي انجينر عنايت الرحمن بخدي خبري اژانس ته وويل چې دده ښار د اکمالاتي بيز د ٥١ مې انکشافي شورا په ساحه کې يې د ٢٩٣٣ متره ويالو پخولو چارې د کب په ٢ مه سرته ورسيدې.
عنايت الرحمن وويل چې دغه پروژه يې په ٨ مياشتو کې د ٦٧٩٧٥ امريکايي ډالرو په لګښت سرته ورسوله.
نوموړي زياته کړه ؛چې د پروژې په اوږډو کې يې ٩٩ د بلول پولچکونه جوړ کړي او په ٥٠٠ متره سرک يې جغل اچولى دى.
د نوموړي په وينا په دغه پروژه کې ٨ مياشتې ٣٠٠٠ مزدورانو کار کړى او ٣٦٠٠ کورنيو ته يې ګټه رسيدلې ده.
ددغې شورا يو تن مشر نقيب الله فقيرزاده بخدي خبري اژانس ته وويل چې د باراني اوبو د ډنډيدو او مخې د نه درلودلو له امله يې د وړم کال په ورښتونو کې د سمې سلګونه کورونه نړيدلي وو.
نوموړي له دولته غوښتنه وکړه چې د ويالو د بنديدو مخه دې ونيسي او اوسيدونکو ته دې د پاکو اوبو اسانتياوې ورکړي.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار محبس قوماندان سمونوال عبدالولي حصارک بخدي خبري اژانس اته وويل چې د هيلت نيټ موسسې په مرسته يې د څه له پاسه يو ميليون افغانيو په لګښت په ننګرهار محبس کې د يو کلينيک بنسټ ډبره کيښوده.
نوموړي زياته کړه چې په ٤ مياشتو کې به د کلينيک جوړولو چارې سره ورسيږي.
د محبس قوماندان وويل چې ننګرهار محبس ٦٥ کاله وړاندې د ٦٠٠ بنديانو ساتلو په موخه جوړ شوى چې اوس مهال په کې د ٢٤ ميرمنو په ګډون ١٢٦٧ تنه بنديان ساتل کيږي.
نوموړي زياته کړه چې د محبس اوسنۍ ودانۍ په ٢٥ جريبه ځمکه کې ودانه شوې چې د نوي ښار په پروژه کې ورته والي ٥٠ جريبه ځمکه ورکړې خو ؛چا ورته د نوې ودانۍ جوړولو لپاره پانګه نه ده ورکړې.
د عامې روغتيا رئيس ډاکټر بآز محمد شيرزاد بخدي خبري اژانس ته وويل چې په محبس کې د جوړيدونکي کلينک درې خونې وار له مخه نړيوال سره صليب جوړې کړي چې د درې نورو خونوپه جوړولو سره به د ده رياست له لوري دغه لس بستريز کلينک په فعاليت پيل وکړي.
د عامې روغتيا رئيس وويل چې د ساري ناروغيو د تشخيص او کنترول په موخه يې محبس ته د ايکسرى ماشين ورکړى چې تراوسه يې د ٥٠٠ بنديانو معاينات ترسره کړي دي.
د يادونې وړ ده چې يوه اونۍوړاندې کورنيو چارو وزير د ولسي جرګې د استيضاح په  غونډۀ کې کونړ محبس تر ننګرهار محبسه ښه بللى و.


مصور عباسي _ ننګرهار

اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

اصلی مخ

ورود

د هواڅرنگوالی

کابل فردا آفتابی
26˚C
11˚C
قندهار فردا آفتابی
34˚C
20˚C
هرات فردا احتمال بارندگی
31˚C
17˚C
مزارشريف فردا
30˚C
18˚C
غزنی فردا آفتابی
21˚C
18˚C
جلال آباد فردا احتمال بارندگی
28˚C
22˚C
باميان فردا احتمال بارندگی
13˚C
7˚C
فراه فردا آفتابی
35˚C
30˚C

تبلیغا ټ

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

تبلیغا ټ

آگهی

د بخدی خبرگزاری

تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks