.نکريزې هغه کلمه ده چي په اوريدلو سره يي هر څوک او د هر چا فکر د خوښيو و محفلونو ته بيايي . زموږ په ټولنه کي نکريزې ايښودل يو اوږد مهال او د ډير پخوا څخه را پاتې دود دى نکريزو ايښوولو ته په اصطلاح کي لاسونه سره کول هم وايي . نکريزې ايښودل ځان ته بيله خوشالي او بيل خوند لري.
چې درې لسيزې پخوا به د ننګرهار ولايت په بيلابيلو کليو کې د واده د زلمي له کوره يوه ډله ښځې ا و نجونې د ناوې کور ته تلې د سندرو او اتڼونو په تر سره کولو به يې ناوې ته نکريزې پورې کولې
په پښتني ټولنه کې د ودونو په مراسمو کې داسې رسمونه له پخوا نه پاتې دي چې اوس هم پالل کيږي
په دې رسمونو کې يو هم په ودونو کې د نکريزو شپه ده چې درې لسيزې پخوا به د ننګرهار ولايت په بيلابيلو کليو کې د واده د زلمي له کوره يوه ډله ښځې ا و نجونې د ناوې کور ته تلې د سندرو او اتڼونو په تر سره کولو به يې ناوې ته نکريزې پورې کولې
دغه د لاسونه سره کول موږ ته د پخوا څخه را پاته دي پوهان وايي چي دغه دود د اريايانو په وخت کي هم وو .او تر اوسه دغه دود په هر خوښي کي لمانځل کيږي ان تردې حده چي د نکريزو کلمه دومره د پام وړ ګرځيدلې چي شاعران يې په شعرونو کي او سند رغاړي يې په سندرو کي يادوي .
په تيرو وختونو کې به نکريزې د پاڼو په شکل کې را وړل کيدې او بيا به په ځانګړي اونګو کې چي دنګان يې هم ورته ويل ميده کيدې او سوچه نکريزې به يې ورڅخه جوړولې خو دامهال د سوچه نکريزو تر څنګ ځينې مصنوعي نکريزې هم شته چي د لاسونو د ښکلا لپاره کارول کيږي .
نکريزې ايښودل نه يوازي زموږ په سيمه او هيواد کې راواج دې بلکه په ټوله نړى کې په خاصه توګه د اسيا په هيوادونولکه پاکستان ، ايران ، تاجکستان ، هندوستان او داسې نور هيوادونه کي هم دغه دود شته.چي ځينې يې نکريزې بولي ، څوک حنا ورته وايي څوک بيا مهندي ورته وايي. په هندوستان کي خو بيادومره نوم لري چې په خپله بې ساري موسيقي او سندرو کي يې هم په وار وار خلکو ته د نکريزو يادونه کړې .
خو په تيرو دريو لسيزو کې پيښور او شاو خوا سيموته په کډوالۍ ډيرو افغانانو يو لړ کلتوري بدلونونه هم له ځانه سره راوړي، چې يو هم په کې په ودونو کې د ځوانانو د نکريزو د شپې جوړول دي.
اوس په ودونو کې ډله ډله ځوانان د زلمي کور ته په ډول او نغاره ورځي په نکريزو کې يې شمعې لګولې وي، نڅاوې کوي او يو يو د واده له زلمي سره کينې او په ګوته ورته نکريزې پورې کوي.
په جلال اباد کې د سنګر په نوم يو تن ځوان وايي چې د واده د زلمي خپلوان او نيږدې ملګري د يوې ميلې په شکل راټوليږي، د نکريزو پروګرام جوړوي چې زما په نظر دا د سات تيرۍ او خپل ملګري ته د خوښى د اظهارولو ډير ښه عمل دى.
د سعدالله هيوادمل په نوم يو تن زده کړيال وايي چې په جلال اباد کې د يوه واده لپاره پنځلس، شل ورځې مخکې تابيا نيول کيږي، د واده د زلمي خپلوان او دوستان په نمبر، نمبر د نکريزو شپه جوړوي، دا په دې مانا چې د واده زلمي ته خپل اخلاص ښيي. مينه ښيي او د نکريزو شپه يوه واده ته ډيره ښکلا وربښي.
د يوه واده لپاره پنځلس، شل ورځې مخکې تابيا نيول کيږي، د واده د زلمي خپلوان او دوستان په نمبر، نمبر د نکريزو شپه جوړوي، دا په دې مانا چې د واده زلمي ته خپل اخلاص ښيي. مينه ښيي او د نکريزو شپه يوه واده ته ډيره ښکلا وربښي
خو له دې هر څه سره سره اوس د جلال اباد ښار او شاو خوا ډيرو کليو کې ځوانان تر واده د مخه د نکريزو شپه جوړوي چې د وخت په تيريدو سره دې رسم پرمختګ هم کړى دى.
نکريزې په اول سر کې پاڼه پاڼه وي، د نکريزو پاڼه په خپل ظاهري شين والي کې د ښايست باطني سره هم لري. د نکريزو پاڼه شاعرانه ذوق ته عجيبې ښکلاوې وربخښي. د ناوې سره لاسونه، د اختر ورځ او يا پر نکريزو ټکور شوي لاسونه. د نکريزو پاڼه دا ټولې ښکلاوې په خپل باطن کې لري. خو دا باطني ښکلاوې هغه وخت ظاهروي چې د نکريزو پاڼه پاڼه په درغنې ميده شي نو بيا د ناوې د لاسونو او پښو سينګار شي
نکريزې نه يوازي د لاسو نو او پښو د سره کيدو لپاره کارول کيږي بلکه په نکريزو باندې ډيرى خلک سر او ږيره هم سره کوي.
دا چي دا خبره دنکريزو د ايښوولو لپاره مهمه ده چي وايي نکريزې په ښه زړه ايښودل کيږي خو د ډيرو ځوانانو په خبره چي دا مهال د نکريزو ايښودلو دود که شته هم خو ډير کم او يا هم په هغه ډول خوشالۍ سره نه تر سره کيږي او لامل يې د حالاتو پيرزوينه ښيي چي دا مهال يي په ښه زړه نکريزو ايښودلوته نه پريږدي.
مصور عباسي - ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks