له پخوا راهيسې په کليو او بانډو کې ماشومانې نجونې چيندرو او ګوډيانو لوبې کوي، په بامونو خيژي او په ديوالونو د کرښو لوبه کوي.
د چیندرو لوبه د افغانستان په ډيرو کليو او باڼدو کې اوس هم ماشومانې نجونې په ډيره علاقمندۍ سره کوي.
خو ډيرې داسې لوبې چې پخوا به ماشومانو نجونو کولې، اوس په ډيرو سيمو کې د هيريدو په حال کې دي، خو د چیندرو لوبه د افغانستان په ډيرو کليو او باڼدو کې اوس هم ماشومانې نجونې په ډيره علاقمندۍ سره کوي.
دا چې د چیندرو لوبه څنګه تر سره کيږي، د نبيلې په نوم يوه ماشومه نجلۍ چې په دريم ټولګي کې زده کړې کوي راته وايي
اول موږ د چندرو لپاره ځمکه جارو کوو، بيا د څلورو خطونو منځ کې پنځه خانې جوړو چې يکه، دوکه، درې که څلورکه او پنځه که ورته وايي.
په دوه او يا څلور جينکو دا لوبه کيږي.
ګالى په نمبر سره اول په اوله خانه کې، بيا په دويمه او همداسې تر پنځمې پورې په يوه پښه ورځو. په منځنۍ خانه کې دمه کوو او ګالۍ بيا په مزه مزه له يوې خانې بلې ته بيايو، کله چې ګالى د کومې خانې په کرښه راشي نو بيا هغه تن وسوزوي( اوټ)شي..
د زکيه په نوم يوه بله انجلې وايي چې د ښوونځې او کور له کاره چې اوزګاره شي، نو په چندرو خپل ساعت تيروي.
خو د ناديه په نوم يوه بله نجلۍ وايي چې دومره يې د چیندرو لوبه خوښـه ده چې که خپله يې کوي او که نورې نجونې يې کوي دا ترې خوند اخلي.
خو يوه بله جينۍ وايي چې کله يې د چیندرو لوبه لګولې وي او مور ورته غږ وکړي، غوصه ورځي.
د يادونې وړ ده چې د چیندرو لوبه د افغانستان په ټولو سيمو کې په يوه بڼه ترسره کيږي او د هر کلي او بانډې ماشومانې نجونې يې په ډيرشوق سره د چیندرو لوبه کوي.
مصور عباسي _ ننګرهار
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks