د پاکستان حکومت اعلان کړى چې د پخواني ولسمشرپرويزمشرف، راوستلو لپاره به د انټر پول نړيوالو پوليسو څخه مرسته غواړي.
پرويز مشرف پخوانۍ لومړۍ وزېره بينظير بوټو، هيواد ته د بيرته راستنيدو څخه منعه کړې وه، او په ټاکنو کې د برخې نه اخيستلو مشوره يې هم ورکړې وه.
پرويز مشرف پخوانۍ لومړۍ وزېره بينظير بوټو، هيواد ته د بيرته راستنيدو څخه منعه کړې وه، او په ټاکنو کې د برخې نه اخيستلو مشوره يې هم ورکړې وه.
د کورنېو چارو وزير رحمان ملک په مشرۍ پو پلاوي، په دې موخه د سندهـ ايالتي اسمبلۍ غړو ته پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو د وژل کېدو په تړاو روانو پلټنو په اړه معلومات ورکول، ادعا وکړه چې پخواني ولسمشر مشرف بې نظير بوټو ته د امنيت برابرولو په لړ کې، کړې ژمنې نه وې پوره کړې.
رحمان ملک زياته کړه چې د بينظير بوټو د وژنې پلان، په شمالي وزيرستان کې جوړ شوى و.
د کورنېو چارو وزير وويل چې د بې نظير بوټو په وژنې کې له ٢٠ زياتې ترورستي ډلې ښکيلې وې. د پاکستان حکومت چې مشري ېې د پخوانۍ وژل شوې لومړۍ وزيرې خپل گوند کوي ، د نوموړې د وژنې په تړاو پلټنو کې د ځنډ له امله نه يواځې د پېپلز گوند د گڼو غړو، بلکې د يو شمېر نورو سياسي ډلو د نيوکو لاندې هم راغلى دى.
خو د کورنېو چارو وزير هيله وښودله چې په دې تړاو پلټنې به حتمي نتيجې ته ورسيږي.
د يادونې وړ ده چې ميرمن بوټو د ٢٠٠٧ کال په دسمبر کې راولپنډۍ کې يوې ولسي غونډې ته له وينا وروسته په يوه بريد کې وژل شوې وه.
فضل هادي افکار _ پېښور
ورود
تمامی حقوق مادی و معنوی این سایت متعلق به خبرگزاری بخدی می باشد. هرگونه استفاده غیرقانونی از مطالب سایت پیگرد قانونی خواهد داشت.
استفاده از مطالب ویب سایت فقط با ذکر منبع مجاز می باشد.
طراحی و توسعه ویب سایت توسط TechSharks